ایکناخبری اژانس د الیوم السابع له قوله راپور راکړ، په دغې جشنوارې کې د ډيرو جامو پلانونکو او هیوادونو ګډون کړی او د پنځم ځل لپاره د انډونیشیا د مد اونۍ په دې زمینې کې په ترټولو سترې پيښې بدله شوې ده.
په انډونیشا کې د جامو او قالیو پلانونکي د انډونیشیائي هویّت په تیره بیا د پرده دارو لیاسونو د ښودلو لپاره په پلانونو پسې دي په دغه هیواد کې د مد په اونۍ کې لازیات قالی په ډیرو ساده ترکیبونو سره او په نارنجي،زیّړو، شنو اوخړو رنګونو سره د ۲۰۲۳کال د ژمني د قالیو د مد ښودنه وه.
داپه داسې حال کې دي چې په انډونیشیا کې د اسلامی لباسونو شو کال په کال لا زیات مشهوریږي او خپل مقام ئې ترلاسه کړی دی اوله ډیرو حکومتي او ټولنیزو ملاتړونو برخمن شوې ده څو د سنتونو او دودونو په عین ساتنې کې ،دغه هیواد د انډوینشیائي لباسونو د مد په صنعتي مرکز ا و بدل شي او له چین ،هند او ترکیې سره سیالۍ وکړي.
دغه هیواد همداراز د اسلامی قالیو د هغو درو هیوادونو صادرونکی دی چې په ماډرنو او نوو رنګونو سټایلونو او پلانونو او بڼو سره د ستر یا حجاب ساتل ئې تر ټولو مهمه ځانګړنه ده.